۶- قلم او توپک

Create: 06/07/2016 - 11:56

د کتاب نوم:  قلم او توپک
لیکوال :  حفیظ الله خالد
خپروندی: دانش خپرندویه ټولنه
د چاپ ځای : کابل ، افغانستان
د چاپ نېټه:١٣٩۵ لمریز کال
د کتاب په اړه:
د قلم او توپک تر عنوان لاندی د حفیظ الله خالد پښتو او دری شعرونه په دی اونئ کی دانش مطبعی کی له چاپه راوته، دا شعری ټولګه  د جنگ او تشدد پر ضد قلمي مبارزی ته ځانګړی شوی اولیکوال د کتاب په سریزی کی د دی کتاب د خپریدو موخه داسی بیانوي ( زما په آند اوس هغه  وخت رارسیدلې چی زموږ شاعران، لیکوال، هنرمندان سندرغاړی انځورگران او د هنر او کلتور د ډگرکارکونکی د جنګ اوتشدد مقابلی لپاره میدان ته راوځي او خپل ټول انرژی  د دی ناورین د ختمیدو په خاطر پکار واچوي هر هنرمند او شاعر په خپل ادبی او هنری آثاروکی زموږ په ټولنې باندی د دی  تحمیل شوي جنگ منفی اغیزی خلکو ته په گوته کړی او خلک سولی پخلاینی زغم او ورورگلوئ ته راوبولی)
د کتاب لیکونکي د سریزی په بل ځای کی لیکی ' (تجربو ښودلی چی جنگ  او تشدد یوازی د توپک او برچی په زور نشی ختمیدای نو لازمه ده قلم د توپک پر ضد پکار واچول شي.')
د دی شعری ټولګی  پښتو شعرونه  " افغانانو ته خطاب، انسان مه وژنئ ، زما زخمي وطنه ، ای طالبه، کاشکی جنگونه نه وای، جنگونه ودروئ ، د وینو ارزاني ۰۰۰، او د دری برخی  شعرونه یی د دوستی ، چرا این جنگ بی پایان، ای وای برما،شهر خربوزه او څو نور د جنگ او تشدد پر ضد نظمي لیکنې دي.
کتاب  په  ښه صحافت ۶۴ مخو کی  زر ټوکه په دانش مطبعی کی له چاپه راوتلی او لیکوال ژمنه کړی چی د کتاب د پلورلو ټول عاید به  د افغان یتیم او بیوزلو ماشومانو سره د مرستی په لاره کی ولگوي،د کتاب مخ پوښ کی دقلم او توپک انځورونه یو د بل مقابل کی لیدل کیږي او پورته  بیا د لیکوال داشعر په سترګو کیږي :
       یولاس کی قــلم توپـک او بم ســـــــــره جنګیږم    بل لاس کی کتاب جهل او تورتم سره جنګیږم
       څو چی د دی خاوری هرماشوم ښونځی کی نشي   زه به په هر دم دم او هر قلم ســــــره جنګیږم
د یو بل خبر پراساس افغان یتیم اوبی وزله د ښوونځي شاګردانو سره د هسکو د ټولنی د مرستو په لړې کی  یوه اندازه قرطاسیه او د مکتب بکسونه د کابل ښارد ښوونځیو یو شمیرماشومانو باندی وویشل شو، په هغه غونډی کی چی په همدی مناسبت د کابل ښارد دریمی تعلیمي حوزی مربوط د سید جمال الدین افغان تجربوی منځني ښوونځي کی جوړه شوی وو د افغان بی وزله او یتیم ماشومانو سره د مرستی د ټولنی (هسکو) مشرحفیظ الله خالد افغانستان کی د ښوونې او روزنی پر اهمیت خبری وکړی ورپسی  د سید جمال الدین افغان د تجربوی منځني ښوونځي مدیر افغان بی وزله د ښوونځي ماشومانو سره د هسکو د ټولنی له بی دریغه مرستو نه مننه وکړه  د سید جمال الدین افغان تجربوی ښوونځي مدیر هیله وکړه چی د هسکود ټولنی مرستی په راتلونکي کی هم دوام ومومی. د قرطاسیی او بکسونو د ویش په مراسمو کی د هغه ښوونځي د تدریسي هیأت دغړو سربیره د ښوونی او روزنی د وزارت د تعلیمي نصاب مسلکي غړې الحاج نجیب الله هم برخه درلود۰
د کابل ښار پر ښوونځیو سربیره د هسکو بشری ټولنه پدی اونئ کی د کابل ولایت د قره باغ د ولسوالئ د ښوونځي پر یو شمیربی وزله ماشومانو نجنو او هلکانو سره هم  د قرطاسیی، بکسو او د ښوونځي د لوازمو مرسته وکړه
دهسکوټولنه افغان یتیم او بیوزله ماشومانو سره د مرستی غیر دولتي ټولنه ده چی په کال ۲۰۰۴ کی د اتریش په پلازمینه ویانا ښار کی د حفیظ الله خالد لخوا افغان ماشومانو سره د قرطاسیی او دمکتب د لوازمو د مرستی په مقصد تاسیس شوی او تر اوسه یی په مختلفو بڼو افغان ماشومانو سره مرسته کړی، ددی ټولنی غړي ټول بی له کوم معاشه په رضاکارانه ډول کار او خدمت کوی-